
ایران شناسی








د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری په پیښور پوهنتون د شیخ زید اسلامي مرکز مشر سره لیدنه
April 18, 2018
د کال ۲۰۱۸ د اپریل میاشت په ۹ نیټه د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری په پیښور پوهنتون د شیخ زید اسلامی مرکز دوره اوکړه٬ او د شیخ زید اسلامی مرکز مشر ښاغلي ډاکټر رشاد احمد سره ئي لیدنه اوکړه او دواړو مشرانو د یو د بل سره مرسته باندي ګفتګو اوکړل.

په خانه فرهنګ ایران پیښور کښي د مرحوم ارباب هدایت الله په یاد کښي یوه ادبي غونډه اوشوه
April 15, 2018
د کال ۲۰۱۸ د اپریل میاشت په ۷ نیټه د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور په امام خمیني تالار کښي د مرحوم ارباب هدایت الله په یاد کښي یوه ادبی دستوره اوشوه. د دي دستوري مشري پخواني صوبائي سیکرټري جنرل ښاغلي پروفیسور ډاکټر صاحبزاده امتیاز صیب اوکړه او د پاکستان نامتو کالمست ښاغلي ډاکټر همایون هما صیب د اعزازي ملما په توګه ګډون اوکړو. د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری او پروفیسر ډاکټر داور خان داود سره سره د مرحوم ارباب هدایت الله لمسی ښاغلي ارباب محب او د ادب او صحافت سره تعلق لرونکیو خلقو هم ګډون اوکړو. وینا کوونکیو د مرحوم په ادبی خدماتو باندي رڼا وچوله.

د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری په پیښور پوهنتون کښي ښاغلي ډاکټر معراج الاسلام سره لیدنه کړي
April 15, 2018
د کال ۲۰۱۸ د اپریل میاشت په 8 نیټه د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری په پیښور پوهنتون د اسلامي او ختیځ مطالعاتو پوهنځي ډین ښاغلي ډاکټر معراج الاسلام سره لیدنه اوکړه او په پیښور پوهنتون کښي د فارسی ژبي پراخول او د فارسی ژبي و فارسی ادبیاتو په حمایت او قوي کولو باندي ئي خبري اوکړي.

د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر د اسلامیه کالج پوهنتون پیښور ایډیشنل وائس چانسلر ښاغلي ډاکټر نوشاد خان سره لیدنه کړي
April 15, 2018
د کال ۲۰۱۸ د اپریل میاشت په ۵ نیټه د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری د اسلامیه کالج پوهنتون پیښور دوره اوکړه او د پوهنتون ایډیشنل وائس چانسلر ښاغلي ډاکټر نوشاد خان سره ئي لیدنه اوکړه. او دي موقع د پوهنتون نور پروفیسران او د نورو ژبو شعبو انتظامیه هم موجوده وه. دواړو طرفه نه د فارسی شعبه جوړاولي نه علاوه د فارسی ژبي و ادب ته پرمختیا ورکولو باندي خبري اوشوي. په دي موقع د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر وویل چي د اسلامیه کالج او د خانه فرهنګ تعلقاتو کم و بیش ۵۰ کاله اوشوو. هغه د اسلامیه کالج پوهنتون او ایرانی پوهنتونونو پشمول د مشهد پوهنتون تر مینځ د همکاري زیاتوالي غوښتنه هم اوکړه. اسلامیه کالج پوهنتون پیښور ایډیشنل وائس چانسلر ښاغلي ډاکټر نوشاد خان وویل چي اسلامیه کالج پوهنتون پیښور د ایران لوړو زده کړو مرکزونو په ځانګړي توګه د مشهد پوهنتون سره همکاري پاره چمتو دي.

د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری ډاکټر فخرالاسلام سره ملاقات
March 15, 2018
د کال ۲۰۱۸ د اپریل میاشت په ۲ نیټه د پیښور پوهنتون د پاکستان سټډي سنټر مشر ښاغلي ډاکټر فخرالاسلام په خانه فرهنګ کښي د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموري سره لیدنه اوشوه. او د کلتوري اړیکو په اړه ئي بحث اوکړو.

په پیښور میوزیم کښي د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور او د ایرانی قونصلیټ په تعاون سره د سفره هفت سین نمائش
March 15, 2018
په پیښور میوزیم کښي د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور او د ایرانی قونصلیټ په تعاون سره د سفره هفت سین نمائش

په خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور کښي د سفره هفت سین نمائش
March 15, 2018
په خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور کښي د سفره هفت سین نمائش

اسلامي جمهوري ایران پیښور قونصلیټ په تعاون سره په پی سی هوټل کښي د سفره هفت سین نمائش
March 15, 2018
اسلامي جمهوري ایران پیښور قونصلیټ په تعاون سره په پی سی هوټل کښي د سفره هفت سین نمائش

په پیښور د اسلامي جمهوري ایران قونضلیټ کښی د نوي کال او د نوروز عید لمانځل
March 15, 2018
په پیښور ایرانی قونصلیټ کښي نوي کال او نوروز عید اومانځل شوو. په دي جشن کښي د اسلامي جمهوري ایران پیښور قونصلیټ کښي تعین شوي مشر ښاغلي محمد باقر بیګی او د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری سره سره په پیښور کښي اوسیدونکي ایرانیانو هم ګډون اوکړو.

د پیښور پوهنتون په فارسی ژبي او ادبیاتو ځانګه کښي د نوروز عید اومانځل شو
March 15, 2018
د کال ۲۰۱۸ د مارچ میاشت په ۲۲ نیټه د پیښور پوهنتون په فارسی ژبي او ادبیاتو ځانګه کښي د نوروز عید مانځلو دستوره اوشوه. په دي جشن کښي د پیښور پوهنتون د اسلامي او ختیځ مطالعاتو پوهنځي ډین ښاغلي ډاکټر معراج الاسلام، د اسلامي جمهوري ایران پیښور قونصلیټ کښي تعین شوي مشر ښاغلي محمد باقر بیګی، د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری، د فارسی ځانګي پخواني مشره محترمه ډاکټر شفقت جهان، د اردو ځانګي مشره محترمه ډاکټر روبینه شاهین، د هوم اکنامکس کالج پرنشپله ډاکټر کنیز فاطمه او د فارسی ځانګي مشر ښاغلي ډاکټر یوسف حسین سره سره د ماسټر، ایم فل او د پی ایچ ډی زده کونکو هم شرکت اوکړو.

په خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور کښي د میرمنو ناړیواله ورځ او د حضرت فاطمته الزهرا د زیږیدو مبارکه ورځ اومانځل شوه
March 28, 2018
د خانه فرهنګ ایران پیښور، منهاج القران پیښور، دسته زینبیه حسینیه هال پیښور او د کاروان حوا لټریری فورم پیښور په مرسته د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور په امام خمیني هال کښي د میرمنو ناړیواله ورځ او د حضرت فاطمته الزهرا سلام الله علیها د زیږیدو مبارکه ورځ اومانځل شوه. په دي موقع په ګڼ شمیر تعداد کښي میرمنو ګډون اوکړو.

د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری ارباب مقصود سره ملاقات
March 28, 2018
د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری د فارسی ژبي او د فارسی ادبیاتو سره تعلق لرونکي کورني او د ارباب هدایت الله مرحوم د کور وګړي ښاغلي ارباب مقصود سره لیدنه اوکړه. په دي موقع ډاکټر عباس فاموری د مرحوم ارباب هدایت الله په حق دعا اوکړه او اووئیل چي د مرحوم ارباب هدایت الله د فارسی ژبي او د فارسی ادبیاتو سره عشق او محبت لا تر اوسه هم ژوندي ده.

د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری د بیښور میوزیم دوره کړي
March 28, 2018
د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری د بیښور میوزیم دوره اوکړه او د میوزیم اسسټنټ ښاغلي آصف خان سره ئي لیدنه اوکړه. ښاغلي آصف ډاکټر عباس فاموری ته هرکلي اوویلو او د پیښور میوزیم تاریخ په باره ئي اوویل چي دلته د اسلامي ګالري کښي موجود د خطاطي نسخي عظیم شاعرانو مثلا شاهنامه فردوسی، ګلستان و بوستان سعدی، مثنوی مولوی و دیوان حافظ او ایرانی ارټیسټانو سره منسوب دي. ډاکټر عباس فاموری د ښاغلي آصف ډیره مننه اوکړه او دوه اړخیزه کلتوري او د کالتوري میراث په اړه خبري اتري اوشوي.

د خانه فرهنګ ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری د پښتو معروف، لسان الغیب او صوفی شاعر عبدالرحمن بابا مقبره حاضري کړي
March 28, 2018
د خانه فرهنګ اسلامي جمهوري ایران پیښور مشر ښاغلي ډاکټر عباس فاموری د پښتو معروف، لسان الغیب او صوفی شاعر رحمن بابا مقبره حاضري اوکړه او دعا ئي اوکړه. او هغه د مقبره سره تړلي نورو ځایونو مثلا لنګر خانه، آرام ګاه، کتابخانه او د تالار هم دوره اوکړه. په دي موقع د رحمن ادبی جرګي یو غړي ښاغلي ملک وزیر ډاکټر عباس فاموری ته هر کلي اوویل او د دي عظیم شخصیت ژوند حالاتو، د هغه شاعری او د هغه ادبی خدماتو باندي رڼا واچوله. او په آخره کښي د رحمن ادبی جرګي له طرفه ډاکټر فاموری صیب ته د رحمن بابا کلیات او د دیوال کلینډر هم ډالي کړو.
◄
1 / 1
►

















