top of page

- ايران

ايران (پارسي: ايران, Īrān)، چې پخوا

د پارس يا فارس، په نامه يادېده، د منځني ختيځ د سيمې يو هېواد دی چې په لوېديځه آسيا کې پروت دی. د ايران سهېلي سيمې د قفقاز برخه هم ده. د سهېل لوري ته، دا هېواد خپلې پولې د ارمنستان، آذربايجان (دناخشيوان په گډون) او ترکمنستان سره گډوي، پاکستان او افغانستان يې ختيځې خوا کې او ترکيه او عراق يې لوېديځ خوا کې پراته هېوادونه دي. د دې سره سره دا هېواد د فارس خليج سره پراته دولتونه کوېټ، سعودي عربستان، بحرين، قطر، او متحده عرب امارات سره هم خپلې پولې گډوي. د دې هېواد رسمي نوم دولت اسلامی ايران، او ددې هېواد د تابعيت لرونکي ته ايرانی يا ايرانېوايي. په ١٩٧٩ زېږيز کال کې د ايراني انقلاب نه وروسته، کله چې آيت الله خميني ايران، د روحانيونو په حکومت بدل کړ نو د هماغه وخت نه  راپدېخوا شيعه اسلام ددغه هېواد رسمي مذهب دی

د رضوي خراسان ولايت

د رضوي خراسان ولايت (په پارسی: استان خراسان رضوی) د ایران ولایتونو څخه یو ولایت دی چی د ایران په شمال ختیځ کی پروت دی. مساحت یی ۱۴۴،۶۸۱ کیلومتره مربع ده. پایتخت یی مشهد دی. د رضوي جراسان په ۲۰۰۴ کال کی د لوی خراسان تر تقسیمولو وروسته جوړ شو. د رضوي خراسان په شمال کی له ترکمنستان سره، په ختیځ کی له افغانستان سره، په جنوب کی د سهېلی خراسان سره، په لویدیځ کی د سمنان له ولایت سره سرحد لری.

د رضوی خراسان ولایت (په انگرېزي کې: Khorasan, Razavi) دایران د ولایتونو څخه یو ولایت دی . مساحت یې 144,681 کيلوميټر2 (55,862 مربع ميل) کیلومتره مربع ده او تقریبا 5,620,770 نفوس لري. د خوراسان۔ رضاوي د ولایت پلازمينه دمشهد ښار دی. په دې ولايت کې که د گڼې گوڼې خبره وکړی شي نو 36.0 تنه په يو مربع کيلوميټر کې (93 تنه په يو مربع ميل کې) اوسيږي.په دې ولايت کې ټول 19 ولسوالۍ (کومو ته چې په سيمه ايزه توگه شهرستان ويلی کېږي) دي.

د سهېلي خراسان ولايت

د سهېلي خراسان ولايت (په پارسی: استان خراسان جنوبی) د ایران د ولایتونو څخه یو ولایت دی چی د ایران په ختیځ کی پروت دی. مساحت یی ۶۹،۵۵۵ کیلومتره مربع ده او پایتخت یی بیرجند دی. د سهېلي خراسان ولايت په شمال کی د رصوي خراسان له ولایت سره، په سهیل کی د سیستان او بلوچستان او کرمانله ولایتونو سره، په لویدیځ کی د یزد له ولایت سره او په ختیځ کی له افغانستان سره سرحد لري.

خوراسان، جنوبي

خوراسان، جنوبي (په انگرېزي کې: Khorasan, South) د ایران د ولایتونو څخه یو ولایت دی . مساحت یې 69,555 کيلوميټر2 (26,855 مربع ميل) کیلومتره مربع ده او تقریبا 640,218 نفوس لري. د خوراسان، جنوبي د ولایت پلازمينه د بيرجند ښار دی. په دې ولايت کې که د گڼې گوڼې خبره وکړی شي نو 7.3 تنه په يو مربع کيلوميټر کې (19 تنه په يو مربع ميل کې) اوسيږي.په دې ولايت کې ټول 8 ولسوالۍ(کومو ته چې په سيمه ايزه توگه شهرستان ويلی کېږي) دي.

 

تهران

تهران (په فارسی: تهران) د ایران پایتخت دی او د ایران تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی ۷۱۶،۹ کلومتره مربع ده. دغه ښار په اوس وخت کې ۷۷۹۷۵۲۰ نفوس لری. تهران د ایران ثقافتی او سیاسی مرکز هم دی. تهران دوه هوایی اډې لری چی د مهرباد او د امام خمینی هوایی اډه په نوم یادېږی.

قم

قم د قم د ولایت مرکز دي. دغه ښار د تهران څخه په جنوب لدیویځ کی پروت دي. قم په اوس وخت کی ۱۰۴۲۳۰۹ نقوس لري. د قم په ښار کی د قم سیند بهېږي. دغه ښار د شیعه گانو مهم سیاسی او مذهبي مرکز دي. په دي ښار کی د سيد على خامنه‌اى دفتر هم شته.

تاریخ

د قم ښار د ۵۰۰۰ کلو مخکې تاسیس شو. په ۷ پېړۍ کی دغه ښار د عربانو لخوا ونیول شو. د سلجوقیانو د حکمرانانو په وخت کی قم مهم تجارتی او ثقافتي مرکز وو. په ۱۵۰۳ ‌ز کی د قم ښار د شیعه گانو مرکز شو. د ۱۹۶۴ کال څخه تر ۱۹۶۵ کال پورې آیت الله روح الله خمینی په دی ښار کی ژوند کاوه او د شاه محمدرضا پهلوی حکومت یی انتقاد (نیوکه) کاوه.

قُم
خراسان ضوی
خراسان رضوی جنوبی
تہران

© 2018  Shabbir Ahmad Shigri  Proudly created with Wix.com

bottom of page